د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۷
د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.ان.او.ډي.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري او د ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې ۱۶۰ تنه بڼوالو ته د انځر حاصل راټولولو په موخه مؤثره روزنه ورکړل شوه او ترڅنک یې یادو بڼوالو ته د ۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د معیاري حاصل راټولولو اړین توکي هو ووېشل شول. 
په دې پروژه کې ۵۰ تنه بڼوالو ته په کښته شاولیکوټ، ۳۰ تنه بڼوالو ته په لوړ شاولیکوټ، ۴۰ تنه بڼوالو ته په خاکریز او ۴۰ تنه بڼوالو ته غورک ولسوالۍ کې د انځر حاصل راټولولو په موخه روزنه ورکړل شوي ده او ترڅنګ یې هر بڼوال ته د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یوه المونیمي زینه، یوه د درمل شیندلو ډبه، یوه د ښارخبرۍ قینچي، د حاصل راټولولو او انتقال لپاره ۳ پلاستکي جالي، یو جوړه ستکشې او یو ماسک وېشل شوي دي.
د دې مرستې موخه د بڼوالو مالي ملاتړ، د انځرو د حاصل راټولولو په برخه کې د عصري او عملي میتودونو معرفي کول، بڼوالو ته د مؤثرې روزنې برابرول او له روزنې سره هم مهاله، د معیاري حاصل راټولولو اړین وسایل ورکول دي. دا کار بڼوالو سره مرسته کوي، چې خپل انځر په ښه او معیاري بڼه راټول کړي، ساتنه یې وکړي او وروسته‌ یې مارکیټ ته په ښه ډول عرضه کړي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د کرنې د عصري کولو، روزنې او کروندګرو ته د لازمو امکاناتو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي دي. ټاکل شوې چې د همدې لړۍ په دوام به ډېر ژر د ارغستان ولسوالی لسګونو د انارو بڼوالو ته هم د انارو د حاصل راټولولو مسلکي روزنه ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۹
Background image

ارزګان کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « په کرنه او مالدارۍ سکتور باندې د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د مرکز اړوند د خطابي کلي ۱۰ تنو مالدارانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۳۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ادیرنې ولایت. . .

بازگشت