د کندهار غورک کې ۶ زره څارویو ته د چیچک او طاعون واکسین تطبیق شو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۵:۱۸
د کندهار غورک کې ۶ زره څارویو ته د چیچک او طاعون واکسین تطبیق شو  

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، ۶ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین تطبیق شو، چې موخه یې د ناروغیو وقایه او د څارویو ساتنه ده.
دا واکسین د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د غورک ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکارۍ سره تطبیق شو. د واکسین کولو موخه د څارویو د مړینې د ګواښ کمول او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت خوندي ساتل دي، ځکه چې چیچک او طاعون ناروغۍ د څارویو په منځ کې د مړینې اصلي لاملونه بلل کېږي او د مالدارانو اقتصاد ته جدي ګواښ رامنځته کولی شي.
په دې پروګرام کې د ۸۲ زره ډوزه واکسین تطبیق شامل دی، چې یوه میاشت وړاندې په کندهار کې پیل شوی و. تر دې دمه، د سپین بولدک، خاکریز او پنجوایي ولسوالیو څاروي واکسین شوي، او د واکسین چارې یې په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري.
د کندهار کرنې ریاست او همکارو ادارو د څارویو لپاره وقایوي تدابیر زیات کړي دي، څو د څارویو روغتیا خوندي کړي او د مالدارانو اقتصادي وضعیت له زیان څخه وساتي. د دې پروګرام موخه له ناروغیو څخه د څارویو خوندي کول دي، چې نه یوازې د څارویو لپاره، بلکې د مالدارو کورنیو لپاره هم خورا ارزښتمن ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت