د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۵
د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره کړه، چې د دې کمپاین په ترڅ کې یې د یادې ولسوالی په ۹مه ناحیه کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیولي ده. مسؤلین وایي چې یو تن غوښتل دغه بوټي په غیرقانوني ډول انتقال کړي، او د شخصي موخو لپاره یې وکاروي چې په وړاندې یې اقدام سوي او د ناقانونه انتقال مخه یې نیول شوې ده. 
د یادو بوټو ارزښت په دښتي او ریګي سیمو کې زیات ګټور دي، چې د یادو بوټو د ساتني سره سم د هوا ککړتیا او د شګو انتقال او پاشولو مخه نیول کېږي ترڅو د یادو بوټو پواسطه د شګو انتقال د یو ځای څخه بل ته د انتقال مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال په وړانې جدي هڅې کړي، ترڅو په کندهار ټولو ولسوالیو کې د طبیعي او ملي شتمني څخه په توګه ساتنه وسي او هیچاته اجازه ورنه کړل شي، چې په غیري قانوني ډول ملي شتمني زیانمنې کړي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت