د کندز د کرنې رییس د سره صلیب د شمال زون له اقتصادي مسؤول سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴
د کندز د کرنې رییس د سره صلیب د شمال زون له اقتصادي مسؤول سره وکتل

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د سره صلیب د کمیټې د شمال زون له اقتصادي مسؤول اکرام الدین امیري سره لیدنه وکړه او د ګډو همکاریو پر موضوع یې خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو لورو د کرنیزو پروژو د تطبیق او همکارۍ په اړه نظرونه تبادله کړل او د کندز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا پر لارو چارو وغږېدل.
مولوي نیاز محمد عابد د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د نړۍوالو بنسټونو همکاري د کرنې په برخه کې خورا مهم ارزښت لري او غوښتنه یې وکړه، چې پروژې باید په اغېزمن او پر وخت ډول عملي شي څو د بزګرانو معیشت ښه او د کرنیز سکتور بنسټ لا قوي شي.
همدارنګه، اکرام الدین امیري د سره صلیب د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د کرنې او مالدارۍ حمایوي پروګرامونه کولی شي د اقتصادي ودې او د بزګرانو د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د نباتي قرنطین او د آفتونو د کنټرول له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې. . .

بازگشت