د کرنې وزیر د جوزجان او نورستان ولایتونو له رییسانو سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۹:۵۶
د کرنې وزیر د جوزجان او نورستان ولایتونو له رییسانو سره وکتل 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د نورستان ولایت د کرنې له رییس مولوي سلیمان ایمن او د جوزجان د کرنې رییس قاري عبدالغني شریفي سره دخپل کار په دفتر وکتل او د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبو لګولو په برخه کې دیادو ولایتونو  اړتیاوې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې د نورستان او جوزجان ولایتونو د کرنې رییسانو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره شریکې کړې. په ورته وخت کې دوی د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه راپور ورکړ او په خپلو ولایتونو کې یې د لا زیاتو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د کرنې وزیر د هېواد له یو شمېر هغو هېوادوالو سره، چې د ځمکې په برخه کې یې غوښتنې او وړاندیزونه درلودل، وکتل او اړوندو ادارو ته یې د دوی د ستونزو د حل لارښوونه وکړه.

دیدار وزیر زراعت با روساء ولایات  جوزجان و نورستان 
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مولوی سلیمان ایمن رئیس زراعت ولایت نورستان و قاری عبدالغنی شریفی رئیس زراعت جوزجان دیدار نموده و نیازمندی‌ها و پیشنهادات این ولایات را در بخش زراعت، مالداری، باغداری و آبیاری شنید.
در این دیدار روئسای زراعت ولایت های نورستان و جوزجان نظریات، پیشنهادت و مشکلات شان را در بخش های مختلف با وزیر زراعت، آبیاری و مالداری اراییه کردند. در همین حالی گزارش کارکردها و دستاورد های شان را بیان کرده و خواستار تطبیق پروژهای بیشتر در ولایت های شان شدند.
در همین حال  وزیر زارعت با تعدادی از شهروندان کشور که عرایض و پیشنهاداتی در بخش زمین داشتند دیدار نمود و برای رسیدگی به مشکلات شان بخش‌های مربوطه را هدایت نمود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت