د کرنې وزارت کارکوونکو ته مدیریتي، مالي او تدارکاتي ښوونیز ورکشاپ دائرشو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۵۲
د کرنې وزارت کارکوونکو ته مدیریتي، مالي او تدارکاتي ښوونیز ورکشاپ دائرشو

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له‌خوا د یاد وزارت یو شمېر کارکوونکو ته د اداري، مالي او تدارکاتي چارو په اړه یو ښوونیز ورکشاپ د کارکوونکو چارو تالار کې دائر شو.
د یاد روزنیز پروګرام په پیل کې، د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثماني ترابي د وینا پر مهال د زده‌کړې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د داسې ورکشاپونو جوړېدل د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د دوی د کاري فعالیتونو د ښه والي لامل کېږي، او باید ترې مؤثره ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، د وزارت د تهیې او تدارکاتو رییس مولوي عبدالمجید مبارک وویل، چې د دې ورکشاپ اصلي موخه دا ده چې کارکوونکي له تدارکاتي پروسو او قوانینو سره آشنا شي، ترڅو له اداري فساد او قانوني سرغړونو څخه مخنیوی وشي.
یاد ورکشاپ به شپږ ورځې دوام وکړي، او پکې به د مالي، تدارکاتي او اداري چارو اړوند موضوعاتو په اړه معلومات او پریزینټیشنونه وړاندې شي.


برگزاری ورکشاپ آموزشی مدیریتی، مالی و تدارکاتی برای کارمندان وزارت زراعت
۳۰ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ورکشاپ آموزشی مدیریتی، مالی و تدارکاتی را برای شماری از کارمندان این وزارت در تالار امور کارکنان برگزار کرد.
در آغاز این برنامه، محمد عثمانی ترابی رئیس امور کارکنان وزارت زراعت در سخنانی بر اهمیت آموزش تأکید کرده و گفت که راه‌اندازی چنین ورکشاپ‌هایی سبب ارتقای ظرفیت و بهبود عملکرد کاری کارمندان می‌گردد و باید از آن استفاده مؤثر صورت گیرد.
همچنان مولوی عبدالمجید مبارک، رئیس تهیه و تدارکات وزارت زراعت، هدف اصلی این ورکشاپ را آشنایی کارمندان با پروسه‌ها و قوانین تدارکاتی عنوان کرد تا از بروز فساد اداری و تخطی‌های قانونی جلوگیری شود.
این ورکشاپ به مدت شش روز ادامه خواهد یافت و در آن پیرامون موضوعات مرتبط به امور مالی، تدارکاتی و مدیریتی ارائه معلومات و پریزنتیشن صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت