د کرنې وزارت پلاوي د هلمند په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۹:۶
د کرنې وزارت پلاوي د هلمند په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه.
دغه غنم چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم له هلمندوالو او بزګرانو پیرل شوي، اوس مهال د هلمند ولایت د کرنې ریاست په درېیو ستراتیژیکو زېرمتونو کې خوندي ساتل کېږي.
پلاوي د غنمو وضعیت له نږدې وڅېړه، د ساتنې بهیر او د زېرمتونو د مدیریت څرنګوالی یې وارزاوه او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.


هیئت وزارت زراعت از غله‌های ذخیره‌شده در ولایت هلمند دیدن کرد
۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی قدرت‌الله حقیار، رییس ذخایر  استراتژیک وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراه با هیئت همراهش در جریان سفر به ولایت هلمند، از غله‌های خوراکیِ ذخیره‌شده در این ولایت دیدن به‌عمل آورد.
این غله‌ها که به دستور زعیم امارت اسلامی افغانستان، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، از هلمندیان و دهقانان خریداری شده است، اکنون در سه زېرمه بزرگ استراتژیک ریاست زراعت هلمند نگهداری می‌شود.
هیئت از نزدیک وضعیت غله‌ها را بررسی کرد، روند نگهداری و شیوه مدیریت زېرمه‌ها را ارزیابی نمود و به مسئولان مربوطه هدایت‌های لازم را ارائه کرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت