د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان له والي سره وکتل او د دغه ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۱۴
معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی جوزجان دیدار و از ریاست زراعت این ولایت بازدید کرد

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي قاري اسماعیل راسخ سره وکتل او د کرنې د وضعیت او ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې د برخې د وضعیت، د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې، د اداري چارو د ښه والي او د سیمه‌ییزو ادارو او د کرنې وزارت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه شریک شول.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال همدارنګه د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست فعالیتونه او کاري بهیر، مالي، اداري او تدارکاتي چارې، د عشر او زکات، ځمکو او نورو برخو فعالیتونه یې وڅېړل.
د جوزجان د کرنې ریاست چارواکو په دې ناسته کې د خپلو کاري فعالیتونو او شته ستونزو په اړه راپور وړاندې کړ. مولوي نورالدین عمیر د راپورونو له اورېدو وروسته، د چارو د ښه والي او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او پر اداري نظم، روڼتیا، مسؤولیت‌پذیرۍ او خلکو ته د لا غوره خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي د جوزجان د کرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو وغوښتل، چې له لا ډېر مسؤولیت‌پذیرۍ او هڅو سره د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د کرنې وزارت د موخو د تحقق لپاره خپلې چارې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

بازگشت