د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد ریاست د مسئولینو او یو شمېر مرکزي رییسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په جماعت لمانځه کې کارکوونکو پر ګډون، په دیني درسونو کې د حضور، د سیرت د اصلاح او د رسول اکرم (ص) د سنتو د پیروۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي له رییسانو وغوښتل، چې د ټاکل شویو اصولو له مخې کارکوونکي په وخت سره د جماعت لمانځه او دیني پروګرامونو کې ګډون ته وهڅوي او لارښوونه ورته وکړي.
همدارنګه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د خپلې ادارې د مسئولیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دعوت او ارشاد د ټولو مسلمانانو ګډ مسئولیت دی. هغه د دې مسئولیت د ښه ترسره کېدو لپاره پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
یاده غونډه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو، د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د پیاوړتیا او د وزارت د کارکوونکو د سیرت او صورت د اصلاح په موخه جوړه شوې وه. د ټاکل شویو اصولو له مخې، دغه غونډه ده دوامدار توگه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت