د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۲۹
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ رياست لخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا یاد وزارت ته نیمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ کې په (۱۵۰۰) جريبه ځمکه باندې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید اود  کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت  د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.

وزارت زراعت، آبیاری و مالداری زمین را به وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان انتقال داد
۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی و مولوی شکرالله شاکر، رئیس عودت‌کنندگان و ادغام مجدد وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حضور داشتند، زمین از سوی وزارت زراعت به آن  وزارت انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان و به حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت در ولسوالی خاشرود ولایت نیمروز، به مساحت (۱۵۰۰) جریب، جهت ساخت شهرک مهاجرین انتقال داده شد.
تفاهم‌نامه انتقال زمین میان مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت و مولوی شکرالله شاکر، رئیس عودت‌کنندگان و ادغام مجدد وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت