د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پروان والي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۴۹
دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با والی پروان

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کارپه دفتر کې د پروان ولایت له والي مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.
په دې ناسته کې د پروان ولایت په کرنه، اوبولګولو او مالدارۍ سکتور کې د پراختیایي پروژو د تطبیق څرنګوالي، د کرنې وزارت او د سیمه ییزو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
د پروان والي د یاد ولایت لپاره د کرنې سکتور پر اهمیت ټینګار وکړ او د کرنې وزارت څخه یې د لا زیاتو پراختیایي پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه. همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه د اغېزمنو او پراخو پروګرامونو د پلي کولو ژمن دی.
په دې لیدنه کې د سیمه ییزو وړتیاوو د پیاوړتیا او د کرنیزو پروژو په برخه کې د بزګرانو د ښکېلتیا په اړتیا هم خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت