د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۳
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې غونډه دائره شوه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت د سکتوري رییسانو او ددې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو په شتون کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د ١٤٠٢ مالي کال د بوديجې څرنګوالي او د لګولو د کچې او دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ١٤٠۳ مالي کال د وړانديز شوې بودیجې په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې د پړاوونو د بشپړېدو سپارښتنه وکړه او دغه راز د سکتوري ادارو له ریسانو یې وغوښتل، چې د هېواد د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو او د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو دې پروژې په پام کې ونیسي، چې د هېواد د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته ځواب ویوونکي ووسي او دغه راز خلکو ته د کارزمینه برابره او د هېواد د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د ښه والي لامل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او د ځمکو د تنظیم سکتورونه په غاړه لري او د دغو سکتورونو د تنظیم، ودې او پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې تر لاس لاندې لري.

جلسه بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد 
۲۸ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور رئسای سکتوری وزارت زراعت و رئیس و مسوولان ریاست مالی و حسابی این وزارت برگزار شد.
در این جلسه چگونگی و میزان مصرف بودجه سال 1402 و بودجه پیشنهادی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای سال 1402 مالی به بحث گرفته شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه  بر تکمیل مراحل بودجوی سال 1402 هدایت داده   و همچنان از روئسای ریاست‌های سکتوری خواست تا مطابق به نیازمندی دهقانان و مالدارن کشور و وضعیت فعلی کشور پروژهای را در نظر گیرند که جوابگو مشکلات دهقانان و مالدارن کشور بود همین گونه زمینه کاریابی و بهبود وضعیت زراعتی و مالداری کشور فراهم گردد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسوولیت سکتورهای زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و تنظیم اراضی کشور را به عهده دارد که نظر به آن پروژهای مختلف را جهت تنظیم، رشد و انکشاف این سکتور ها به پیش می‌برد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت