د کرنیزو محصولاتو خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۰:۵۶


افغانستان کې له ۲۷ کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!
ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو اووه ویشتم نندارتون د۱۴۰۱ ام کال د تلي میاشتې له۲۷ تر۳۰مې نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.                                            
 په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو فعالیتونه نندارې ته وړاندي کیږي.
همداراز باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې تړونونو لاسلیکولو او اعلانونو ته په پراخه کچه زمینې برابریږي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کیږي، چې نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۱ ام کال د وږي له ۱۵ د تلي تر ۲۴ مې نېټې پورې وېشل کېږي.    
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت