د کابل دکرنې ریاست: د سروبي په اوزبین سیمه کې حیواني روغتیایي کلینیک بیا فعالېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۲۹
د کابل دکرنې ریاست: د سروبي په اوزبین سیمه کې حیواني روغتیایي کلینیک بیا فعالېږي

د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د سروبي ولسوالی په اوزبین سیمه کې هغه حیواني روغتیایي کلینیک بیافعالېږي، چې د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال شوی و.
د کابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه کلینیک د مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار بیا فعال او تخنیکي او مسلکي کسان په کې په دنده ګمارل کېږي.
د کابل دکرنې ریاست تل هڅه کوي، چې ددې ولایت مالدارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او دوی ته د څارویو د ناروغیو مخنیوی او درملنې په پار چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت