د ځمکو چارو ادارې سرپرست، ملا عبدالرحمن رحماني له خوا یو میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ افتتاح شو

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۷/۱۵ - ۱۱:۴۴
د ځمکو چارو ادارې سرپرست، ملا عبدالرحمن رحماني له خوا یو میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ افتتاح شو


د ځمکو چارو ادارې سرپرست، ملا عبدالرحمن رحماني له خوا یو میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ د يادې ادارې د تصفیې د برخې نوي ګمارل شويو کارکوونکو ته د ځمکو چارو معينيت په تالار کې ترسره پرانيستل شو.
ياد ورکشاپ د نویو ګمارل شويو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو، د ځمکو د تصفیې د چارو د ښه تنظیم او مدیریت او د ټولګټو پروژو د ښه او پر وخت تطبیق په موخه د یوې میاشتې لپاره په لاره اچول شوي.
په دغه روزنیز ورکشاپ، محترم ملا عبدالرحمن رحماني د پرانیستې پر مهال وویل چې ياد ورکشاپ د نویو ګمارل شويو کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره په لاره اچول شوي او تمه ده چې د دې ورکشاپ په بشپړېدو سره د هېواد په کچه ټولګټو او پراختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره شي.
همدارنګه، د استملاک لوی رييس خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه يې وغوښتل چې په ورکشاپ کې د فعاله ونډه اخیستنې سربیره په صداقت او امانتداري سره سپارل شوي مسئولینونه په ښه توګه ترسره کړي.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې ټولټال ۳۵ نوي ګمارل شوي کارکوونکو برخه اخیستې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت