د پکتیا دکرنې ریاست: کرنې ریاست سره د ځمکو ریاست د یوځای کېدو په پار غونډه وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
د پکتیا دکرنې ریاست: کرنې ریاست سره د ځمکو ریاست د یوځای کېدو په پار غونډه وشوه


۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د وزيرانو شورا د پريکړې او د امیرالمؤمنین د حکم په اساس په ټولو ولایتونو کې د اراضي ریاستونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې مدغم کېږي.
په همدې موخه د پکتیا ولايت اړوند د ځمکو رياست د کرنې په رياست کې د مدغم کیدو په اړه ټاکل شوې کميټې لومړنۍ ناسته ترسره کړه، چې پکې د پکتیا د ولايت مقام، د کرنې، مستوفيت، ښاروالۍ او اقتصاد رياستونو استازو ګډون کړی وو.
په ناسته کې د غونډې ګډونوالو د ياد رياست د انتقال په قانوني لارو چارو خبرې وکړې او د وخت د کمښت او ځينو ستونزو له مخې به یې د انتقال چارې له لوی اختر څخه وروسته پيل شي.
د پکتیا د کرنې رياست سرپرست ښاغلی مولوي احسان الله احسان وايي، چې د انتقال پروسې د بشپړيدو لپاره به د ټاکل شوې کميټې سره په ګډه اړينې کړنې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت