د ولایتونو د کرنې ریاستونو د کړنې ارزونه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۳۳
د ولایتونو د کرنې ریاستونو د کړنې ارزونه

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي وايي، چې د ۳۴ ولایتونو د کرنې ریاستونو کړنې ارزول شوي دي.
ښاغلی رفیعي وایي، چې دا ارزونې د بودیجې مصرف، اداري اصلاحات او د ولایتونو په کچه د پروژو د پلي کېدو د کچې په موخه ترسره شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دې ارزونه کې په ولایتونو کې د کرنې ریاستونو د دوه کلن بودیجې مصرف او دغه راز د یادو اداراتو تشکیلاتي سیسټم ته کتنه شوې ده.
ددې ارزونې له مخې په ولایتونو کې د کرنې ریاستونه په درو ډولو، ښه، مځنۍ او ضعیف ډلبندي شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت