د هلمند نهرسراج کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۹:۵۴
د هلمند نهرسراج کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام او نړۍوال بانک په مالي او د «جک» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دنهرسراج ولسوالی د ۳۵۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې.
دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۳۵۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانانو د پوهې کچې لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ۱۸ ولسوالیو کې پر ۵۵ زره د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۲۵
Background image

د کرنې وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د کرنیزو اصلاح‌شوي تخمونو د تولید په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو اصلاح‌شوي تخمونو د نوو ډولونو د معرفي کولو په موخه له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د ساتنې په پار د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ځنګلونو د غیرقانوني پرې کېدو د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د ساتنې د پروسې د پیاوړتیا په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

بازگشت