د هلمند نادعلي کې پر نږدې ۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۵
د هلمند نادعلي کې پر نږدې ۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او دجک مؤسسې په تخنیکي همګارۍ، د نادعلي ولسوالی ٧٦٨ تنو مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو ترڅنګ کیمیاوي سرې ویشلو لړۍ پیل شوی دی.
دغه مرستې  هغو بزګرو ته ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې ورته د سویابینو تخمونه ورکړل شوي وو.
د یادو مرستو په لړ کې هر کرونده ګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلو تور او ٥٠ کیلو سپینه سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د غنمو حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت