د هلمند نادعلي کې دحیواني او نباتي درمل پلورنځیو څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۴۶
د هلمند نادعلي کې دحیواني او نباتي درمل پلورنځیو څارنه وشوه

۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولکولو اومالدارۍ ریاست لخوا ، په داسې حال کې چې د نادعلي ولسوالی د کرنې مدیریت او امنیې قوماندانۍ استازیو یې ملتیا کول،  ټولو هغو درمل پلورنځیو څخه چې حیواني او نباتي درمل پکې پلورل کېږي څارنه ترسره شوه. 
 دیادې څارنې په ترڅ کې له یو شمېر درملتونونو څخه تاریخ تېر درمل  راټول  او یو شمېر درمل پلورونکو چې قانوني جواز لیکونه یې نه لرل هټۍ یې وتړل شوې .
ددې ترڅنګ د نادعلي ولسوالی د کرنې مسؤلینو لخوا ټولو حیواني او نباتي درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه ترڅو، د ثبت کتاب ولري، مالدارو او بزګرو ته لازمې او مسلکي پوهاوی ورکړي او د خپل کار جوازونه ترلاسه او بیا په قانوني توګه خپلو چارو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت