د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۵۵
د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت مسلکي کارکوونکو د یوریا سپرې پروګرام د دوام په لړ کې د مرکز لښکرګاه د کاریز سیمې یو شمېر بڼوالو ته عملي او نظري روزنه ورکړه.
یاده روزنه کې بڼوالو ته د بڼونو د سمې روزنې، اصولي اوبولګولو، د حیواني او کیمیاوي سرو د مناسب استعمال، او د یوریا سپرې محلول د جوړولو او پاشلو طریقې په تفصیل تشریح او په عملي ډول ور زده کړل شوې.
ددې پروګرام په ترڅ کې بڼوالو ته وویل شول، چې د یوریا سپرې محلول د افاتو او ناروغیو د مخنیوي او له منځه وړلو ترڅنګ وقایوي درملنه هم ده، چې د هغې په تطبیق سره به د نمو په فصل کې د حاصلاتو اندازه او کیفیت زیات شي.
یاده روزنه د بڼوالۍ د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت