د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو حلالولو ځایونه وڅارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۵
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو حلالولو ځایونه وڅارل شول

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو د حلالولو (مسلخ) له ځایونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او اړونده قصابانو ته په (مسلخ) کې د څارویو د حلالولو توصیه وه.  
ددې څارنې په ترڅ کې د هلمند ولایت د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا قصابانو ته مسلکي سپارښتنې وشوې او ترڅنګ یې د دوئ ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت