د هلمند مارجې ولسوالی د کاریز سعید کلي د زهکشۍ کانال د پاک کارۍ پروژې پرانیسته

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۱:۴۵
د هلمند مارجې ولسوالی د کاریز سعید کلي د زهکشۍ کانال د پاک کارۍ پروژې پرانیسته

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د مدیریت د ښه والي او په مارجې ولسوالی کې د کرنې د پرمختګ په موخه، د کاریز سعید کلي کانال د زهکشۍ او پاک کارۍ پروژه د هلمند ولایت د کرنې ریاست د استازي، د کلي د مخورو او قومي مشرانو په ګډون پرانیستل شوه. دغه پروژه د ۲ میلیونه ۹۶۳ زره ۹۲۴ افغانیو په ټولیز ارزښت پلې کېږي او عملي کار یې په ساحه کې پیل شو.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د اوبو جریان ښه، د کرنیزو ځمکو حاصلخېزي لوړه او د اوبو د بندېدو او ډنډ کېدو ستونزې به راکمې شي. سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو د دې پروژې ارزښت د کرنې د پراختیا او د بزګرانو د ژوند د ښه والي له پلوه مهم وباله او د کار د چټکتیا لپاره یې د محلي ټولنې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د کاریز سعید کلي کانال د زهکشۍ او پاک کارۍ پروژه د هلمند ولایت د کرنې وزارت د هغو هڅو برخه ده، چې موخه یې په دې ولایت کې د اوبو رسولو د سیستمونو ښه والی او د کرنیزو ځمکو د حاصلاتو زیاتوالی دی.


افتتاح پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه کاریز سعید در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
با هدف بهبود مدیریت آب و ارتقای وضعیت زراعت در ولسوالی مارجه، پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه کاریز سعید با اشتراک نماینده ریاست زراعت هلمند، ملک قریه و بزرگان قومی افتتاح شد. این پروژه با ارزش مجموعی ۲ میلیون ۹۶۳ هزار ۹۲۴ افغانی اجرا می‌شود و کار در ساحه عملاً آغاز گردید.
اجرای این پروژه موجب بهبود جریان آب، افزایش حاصلخیزی زمین‌های زراعتی و کاهش مشکلات ناشی از آب‌گرفتگی خواهد شد. مسئولان محلی و بزرگان قومی از اهمیت این پروژه در توسعه زراعت و بهبود معیشت دهقانان منطقه سخن گفته و بر همکاری جامعه محلی برای تسریع در کار تأکید کردند.
پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه کاریز سعید بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت هلمند برای بهبود سیستم‌های آب‌رسانی و ارتقای بهره‌وری زمین‌های زراعتی در مناطق مختلف این ولایت به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت