د ننګرهار کرنې ریاست د هلال ګروپ د کرل شويو سویابینو او شولو لومړنی پلټنه ترسره کړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۴۶
د ننګرهار کرنې ریاست د هلال ګروپ د کرل شويو سویابینو او شولو لومړنی پلټنه ترسره کړه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد کرنیز سکتور د پیاوړتیا او کروندګرو ته د باکیفیته تخمونو د عرضې په موخه، هلال ګروپ د سویابینو او شولو کر ترسره کړی، څو له هغې څخه تصدیق شوي تخم تولید او بازار ته وړاندې کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مقرراتو له مخې، د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت  د تخنیکي ټیم له لوري یې لومړنی پلټنه ترسره شوه.
دغه  پلټنه د یاد امریت د تخنیکي انجینرانو وحیدالله، انجینر شاکر او انجینر الله ‌یار له لوري، د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمه‌ییز دفتر مسوول ډاکټر عبدالغفار لودین په ملتیا ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د کرل شوې سیمې تفصیلي ارزونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه کرنه پر خپل وخت ترسره شوې، اړینه تغذیه (توره سره) ورکړل شوې، نباتي حالت سالم دی .د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته تخنیکي سپارښتنې وکړې.
د هلال ګروپ د سیمهییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین د تفتیش پرمهال وویل: «هلال ګروپ ژمن دی، چې د تخم تولید ټولې رسمي او تخنیکي مرحلې په سمه توګه تعقیب کړي، څو کروندګرو ته د معیارونو مطابق، تصدیق شوي تخمونه وړاندې شي».
هلال ګروپ، چې له نږدې دوه لسیزو راهیسې د هېواد د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، خوړو خوندیتوب، او کروندګرو د ملاتړ په برخه کې فعالیتونه کوي، ډاډ څرګندوي چې خپل دا ډول  فعالیتونه به لا ګړندي او مؤثر کړي، څو  د کرنیزې ځان بسیاینې او پیاوړي اقتصادي ودې لور ته ګام واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت