د ننګرهار کانال شرکت کې د نیالګیو کېونلو کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۰
د ننګرهار کانال شرکت کې د نیالګیو کېونلو کمپاین پیل شو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او ددې شرکت یوشمېر نورو چارواکو په شتو کې د ننګرهار کانال شرکت کې د نیالګیو کېنولو پسرلنۍ کمپاین پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د کانال شرکت په قوریو کې روزل شوي ۶۶۰۰ د مالټي نیالکي د کانال پرځمکه کېنول شي او تڅنګ یې د شرکتونو او کانال شرکت له خوا زرګونه مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي ونې هم اېښودل کېږي.
مولوی غلام الرحمن کظیم وویل،: « افغانستان یو کرنیز هېواد دې، زموږ ډېره هېوادوال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو اړینه ده چې بڼوالۍ او کرنیزو فعالیتونه ته لا زیاته پاملرنه وشي ، په دې چاره کې هم د هېواد او هم د هېوادوالو خیر دی.»
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل، چې د نيالګيو کينولو، روزنې او پالنې کې يې همکاري وکړي ترڅو هېواد سمسور، د طبیعي پېښو او افتونو پر مهال خوندي او خپلو راتلونکو نسلونو ته مو شین ننګرهارپه سوغات کې پرېښې وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت