د ننګرهار کانال شرکت؛ ثمرخېلو قوریه ۲۵۰ زره بوټې لري

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۱:۵۱
د ننګرهار کانال شرکت؛ ثمرخېلو قوریه ۲۵۰ زره بوټې لري

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د ثمرخېلو ستره قوریه، چې د هډې فارم په ۱۴ جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، نږدې ۲۵۰ زره ډول ډول بوټي لري.
د چارواکو په خبره په دې قوریه کې د نورو بوټو ترڅنګ د مالټې ۱۸ زره نیالګي هم روزل کېږي، چې په دې ولایت کې به د مالټو بڼونو د پراختیا لامل شي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږکال ددې شرکت اړوند په ۱۸ زره او ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړ کړي دي.
د یادونې وړه ده، چې د ننګرهار کانال شرکت په «۱،۲،۳» فارمونو کې د نیالګیو سترې قوریې لري، چې ددغه شرکت د نیالګیو اړتیاوې له یادو قوریو څخه پوره کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت