د ننګرهار کانال رییس: کانال ریاست کې ۳۸۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۵:۲۰
د ننګرهار کانال رییس: کانال ریاست کې ۳۸۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د یوشمېر لوستوځوان کدرونو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ وویل، چې د کانال ریاست اړوندو برخو کې ۳۸۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې اوترڅنګ یې ۲۸ کیلو متره فرعي او لویې ویالې پاکې شوي او کابو ۲۰ میلیونه نیالګي کرل شوي دي.
مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «دا چې کانال اداره په تېر کې عايداتي اداره وه، اوس شرکت شو؛ خدمات هم وړاندې کوي، په دې ټولو برخو کې موږ ځوان کدرونو ته اړتیا لرو.»
 ښاغلی کظیم زیاه کړه: «سږکال مو کابو ۳۸۰۰کسانو تد ه د کار زمينه برابره کړې، شاخوا شل ميليونه بېلابېل ډوله نیالګي مو په څلورګونو فارمونو کې په تېرو څوکلونو کې کينولي، د روانو اوبو سيستمونه او ۲۸کیلومتره ويالې يې پآکې اوکابو جوړ کړي او ډېر ژر به د ځمکې لاندې اوبو کنترول په موخه د ټول کانال ځمکې د څاڅکو اوبخور سيستم ترپوښښ لاندې شي» .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت