د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۳۰
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

۱۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت د خرما بڼ حاصلات نږدې ۲۳ ټنه اټکل شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس انجنیر ندي الله نیازی وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې د خرما په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
نوموړی وایي، چې تېر کال د یاد شرکت اړوند د فارم هډې خرما بڼ څخه نږدې ۲۲ ټنه حاصلات کړي وو، خو د طبیعي پېښو له امله یې حاصلاتو ته زیان ورسېد خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې دتېر په پرتله زیات وي او نږدې ۲۳ ټنه حاصل به راټول کړي.
ښاغلی نیازی وویل:«د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند فارم هډې سیمه کې دخرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، تېر کال د یاد بڼ د خرما حاصلات نږدې ۲۲۸ ټنه وو، خو سږکال زموږ د اټکل له مخې به یې حاصلات ۲۳ ټنه وي او لا هڅه کې یو چې هر کال یې حاصلات زیات شي.»
نوموړی د خرماوو د حاصلاتو د ډیر والي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرماوو د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او هڅه کوي، چې د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د جلال اباد ښار په ختیځه څنډه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي، چې سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، دخپل کارپه دفتر کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له. . .

بازگشت