د ننګرهار دکرنې رییس د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په پار د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۲:۵۸
د ننګرهار دکرنې رییس د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په پار د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن او د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې کمېټې نورو مسؤلینو د ننګرهار د ځنګل لرونکو ولسوالیو له ولسوالانو،مرستیالانو،استخباراتو مدیرانو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې، ارزښت او بیا رغولو په پار جلا جلا ناستې او خبرې اترې وکړې.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې د کرنې وزارت هدایت سره سم ییې په ننګرهار کې ځنګل لرونکو ولسوالیو ته د شته ځنګلونو ساتلو، بیارغولو او ستونزو په نښه کولو په موخه  سفرونه وکړل.
نوموړې وویل، چې د یادو ولسوالیو د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به د کرنې وزارت مقام مشرتابه او نورو مسؤلینو سره دحل په موخه شریکه کړي.
ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې ځنګلونه لري، چې تېرو څو لسیزو جنګ جګړو ورته ستر زیان اړولي، نو دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت