د ننګرهار بټي کوټ کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۲۰
د ننګرهار بټي کوټ کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو میلیون ،٨٤٧ زره او ٦٠٠ افغانیو پراختیایي بودیجې په مرسته د ننګرهار د  بټي کوټ ولسوالی د چهاردهي په کلي کې د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې یاد زابر د ٢٤٠٠ مترو په اوږدوالي، ٤ متره سور او ٤ متره ژوروالې سره کېندل کېږي، چې د سیمې لسګونو خلکو ته به پکي د کار زمینه برابره شي.
ښاغلي محسن وویل د زابر په کېندلو سره به ١٢ زره جریبه ځمکه د کرکیلی لپاره هم اماده شي.
زابرونه په هغو ځمکو کې کېندل کیږي، چې جبه زارې او د اوبو سطحه پکي لوړه وي او په ځمکو کې کرنه نه ترسره کیږي، نو کر ته د اماده کولو لپاره د زابرونو کېندل تر ټولو غوره لار ده.

آغاز کار حفاری یک زهکش در ولسوالی بتی‌کوت ننگرهار با هزینه ۱.۸ میلیون افغانی
۲۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کار حفاری یک زهکش را به هزینه ۱ میلیون و ۸۴۷ هزار و ۶۰۰ افغانی از بودجه انکشافی، در قریه چهاردهی ولسوالی بتی‌کوت ولایت ننگرهار آغاز کرده است.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که این زهکش به طول ۲۴۰۰ متر، عرض ۴ متر و عمق ۴ متر حفر می‌گردد که برای ده‌ها تن از باشندگان محل زمینه کار فراهم می‌کند.
به گفته او، با حفاری این زهکش حدود ۱۲ هزار جریب زمین برای زراعت آماده خواهد شد.
زهکش‌ها در زمین‌هایی حفر می‌شوند که سطح آب در آن بالا بوده و کشت‌وکار در آن ممکن نیست، از این‌رو حفاری زهکش‌ها بهترین راه برای آماده‌سازی زمین‌های قابل کشت به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت