د ننګرهارکانال ریاست سره د UHI مؤسسې له خوا د ۳۱ قلمه بېلابېلو درملومرسته وشوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۹:۵۰
د ننګرهارکانال ریاست سره د UHI مؤسسې له خوا د ۳۱ قلمه بېلابېلو درملومرسته وشوه


۱۷ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاس وایي، چې د UHI مؤسسې له خوا ددې فارم اړوند روغتیایي کلینیک سره د ۳۱ قلمه بېلابېلو درملو مرسته شوې ده.
د هډې فارم په روغتیایي کلینیک کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن؛ د یادې مؤسسې له دغومرستو او همکاریو نه مننه وکړه او ويې ویل: «موږ مو ډېر کم خدمت اوهمکارۍ ته هم د قدر په سترګه ګورو، د هډې فارم اړوند روغتیایي کلینک ډېر کار ته اړتیا لري او اړینه ده، چې دغه کلینیک ټول ملحقات لکه د انتظارخونه، چمن، مجهز کتنځایونه، تشنابونه، درمل او نور اړینې توکي پوره ولري».
 مولوی غلام الرحمن وویل: «داچې تاسې موږ سره په ځینو برخو کې مرسته او همکاري کوۍ هیله مو داده چې ددغه کلینیک سره هره مرسته مو باید د اسلامي ارزښتونو او فرهنګ سره اړخ ولګوي، اوسمهال زموږ د هډې فارم د یاد کلینک چارې د ډاکتر سید انور او نورو مسلکي ډاکترانو له لوري پرمخ وړل کېږي موږ ترې خوښ یو او دغه مرسته به هم پخپل ځای مصرف شي» .
په همدې حال کې د UHI مؤسسې مرستیال ډاکتر نورحسن شېرزاد پخپلو خبرو کې وویل:  «دا ۳۱ قلمه بېلابېل طبي درمل چې ( ۲۲۰۰۰۰ ) افغانۍ ارزښت لري په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه د مور او ماشوم ( نسايي ولادي )، تبرکلوز ناروغانو او د خوارځواکۍ ناروغانو لپاره به وکارول شي ».
شېرزاد زیاته کړه:  «دا مرستې د یوې میاشتې لپاره ده، موږ به په همدې پېمانه هره میاشت د طبي درملو مرسته یاد روغتیایي کلینک سره وکړو، ورسره په خوا کې به په نږدې راتلونکې کې د دفتري اجناسو او نورو برخو کې هم لازمې مرسستې ووشي». 
ډاکتر شیرزاد وړاندې وویل: «موږ د هډې فارم دې کلینک سره څلورتنه طبي پروسونل او یوه ښځینه کارکوونکې هم د چارو د لا بهبود لپاره معرفي کړه، چې هره ورځ به د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو خپلې دندې پرمخ بیايي». 
باید وویل شي، چې د UHI مؤسسه د هغه ښاري کلینکونو سره مرسته او همکاري کوي چې نورمرسته کوونکي نه لري او یا هم دولتي وي، د مور او ماشوم، کلتوي معافیت ( واکسین برخې )، تبرکلوز، خوارځواکۍ، ولادي او نسايي، کرونا او ظرفیت لوړونې په برخو کې مرسته او کار کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت