د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ ختیځ زون کې سلګونه څاروي واکسنېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۶
د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ ختیځ زون کې سلګونه څاروي واکسنېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د ننګرهار په ګډون لغمان او کونړ ولایتونو کې پر څارویو ۲۰۰ زره دوزه د لمپي سکین یاپوستکي د دانو ناروغۍ مخنیوی واکسینونه پلي کېږي.
د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي وویل، چې دوی په ختیځ زون کې ۲۰۰ زره غواګانو او مېښو ته د پوستکي ناروغۍ مخنیوي لپاره د واکسینونو تطبیق لړۍ پیلوي؛ چې ۲۰۰ زره دوزه به په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې څارویو ته تطبیق شي.
ښاغلي اصفي وویل د ننګرهار مرکز په ګډون ۱۵ ولسوالیو کې چې مالداري ډېره لری ذکر شوي واکسینونه پلي کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاد واکسینونه د مالدارۍ پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او سیمه ییزو وترنر ډاکترانو ته یي د سوړ ځنځیر (کولډ چین) سیستم مراعتولو سربېره د ښه تطبیق سپارښتنه وکړي.
د ننګرهار دکرنې رییس د دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې مسؤلینو څخه د طبق، بروسلوز او انترکس ناروغیو واکسینونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ۵۷ تنو وترنر داکترانو ته د یادې ناروغۍ مخنیوی او واکسینونو پر ښیګڼو دوه ورځني روزنه هم ورکړل شوه او هري ولسوالۍ د سهم بندۍ په اساس وترنر داکترانو ته واکسینونه ووېشل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۵
Background image

هلمند کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځۍ او عیر معیاري قصابۍ وتړل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسوولینو د ګرشك ولسوالی د حیواني درملو پلورنځیو پراخې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۰
Background image

فاریاب کې د څاڅکو اوبولګولو پروژه او د بدیل معیشت کمپاین پرانیستل شو

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د بدیل معیشت د پوهاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

بازگشت