د مازادو دولتي ځمکو د تثبیت په پار غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۴:۰
د مازادو دولتي ځمکو د تثبیت په پار غونډه دائره شوه


۳تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د دولتي ځمکو د تثبیت، درجه بندۍ او اجاره ورکوونې په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د دولتي ځمکو پر اجاره ورکونې، د کیفیت له اړخه د ځمکو درجه بندي او ارزښت یې او خصوصي سکټور ته د اجاره ورکولو په پار د ځمکې اماده کول په هکله خبرې اترې وشوې.
دا غونډه د کرنې وزارت د اجاره ورکونې لوی ریاست او د خصوصي سکټور ریاستونو د رییسانو په شتون کې په لاره اچول شوې وه، چې د غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له خوا یوه کمېټه په دنده وګمارل شوه، ترڅو مالیې وزارت ته د دولتي جایدادونو د لېږد په موخه دمالیې وزارت غوښتنه و ارزوي.

جلسه به منظور تثبیت زمین های مازاد دولتی برگزارشد
۳ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش 
جلسه به رهبری  مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تثبیت، درجه بندی و اجارده دهی زمین های دولتی برگزار شد. 
در این جلسه چگونگی تثبیت زمین های مازاد دولتی، درجه بندی آن از لحاظ کیفیت و ارزش آن و برابر نمودن زمینه‌های جهت اجاره دهی آن زمین ها به سکتور خصوصی برگزار شد.
این جلسه با اشتراک رئسای ریاست عمومی اجاره دهی و سکتور خصوصی وزارت زراعت برگزار شد بود که  معین مالی و اداری  وزارت زراعت یک کمیته را توظیف نمود تا درخواست وزارت مالیه مبنی بر انتقال جایداد‌های دولتی به وزارت مالیه را بررسی نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت