د لغمان علینګار کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۳۱
د لغمان علینګار کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه پنځه چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د علینګار  ولسوالی د سنګر عزت خېلو په کلي کې د شاوخوا درې میلونه افغانیو په لګښت د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډم جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه چکډم په پرانیست غونډه کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد سربېره ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  کرونده کې د اوبو تنظیم او داوبولګولو د نویو تکنالوژیو رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، دعلینګار ولسوال قاري نورالهادي صارم سعید او دیادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
په یادو مراسمو کې دلغمان والي قاري زین العابدین عابد وویل: "دلغمان دهرې ولسوالۍ لپاره یو باب چکډم چې  په ټوله کې پنځه بابه چکډمونه کېږي منظور شوي او ددې چکډمونو مالي لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي."
په ورته مهال دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې ددې چکډم په جوړېدو سره به د باران اوبه دسیلاب په ډول په دې کې ذخیره کېږي ورسره به  د نوموړې سیمې د څاه ګانو، کاریزونو او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د ډېرښت لامل کېږي او دغه سيمه به په راتلونکي کې له وچکالۍ څخه وژغورل شي.
همداراز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبوتنظیم او د اوبولګولو دنویو تکنالوژیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل: "دامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ٤٢٠ چکډمونه منظور شوي دي، چې له دې ډلې څخه دلغمان ولایت کې پنځه چکډمونه جوړېږي."
ښاغلی عادل وویل، چې په نړۍواله کجه اقلیم بدلون کړی او د اوبو سطحه(واټرټیبل) ښکته تللي نو د داسې چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو له قلت څخه به مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت