د لغمان دکرنې ریاست: د الینګار په ولسوالی کې د اوبولګولو چکډم له پروژې څخه څارنه وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۲۱:۲۰
د لغمان دکرنې ریاست: د الینګار په ولسوالی کې د اوبولګولو چکډم له پروژې څخه څارنه وشوه


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت د الینګار ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبولګولو د یو چکډم د جوړولو چارې روانې دي.
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن ددې پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد چکډم د الینګار ولسوالی د سنګر په سیمه کې جوړېږي، چې ۷ متره لوړوالی، ۳ متره سور او ۱۶۰ متره اوږدوالی او د ۱۲۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
 دغه چکډم د الینګار ولسوالی د سنګر کلي ۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي. یاد چکډم د کرنې وزارت له خوا د کار په بدل کې د خوړو پروژې له لارې جوړېږي.
د لغمان دکرنې رییس له یادې پروژې څخه دلیدنې په ترڅ کې د يادې پروژې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د کارونو کيفيت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي محسن د سنګر سيمې له ولسونو وغوښتل، چې د نوموړې پروژې کارونه په اخلاص سره ترسره کړي او له چارواکو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت