د عشر او زکات ټولولو لوی رییس د بامیان والي او اړوندو چاراکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۹:۵۵
د عشر او زکات ټولولو لوی رییس د بامیان والي او اړوندو چاراکو سره وکتل

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي مولوی عبدالله سرحدي او اړوندو چاروکو سره په کتنه کې د عشر او زکات ټولولو په پرخه کې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوی ندامحمد عابد د بامیان والي او سیمه ییزو چارواکو څخه وغښتل، چې د عشر او زکات د راټولولو په برخه کې دې د دې ریاست له سیمه ییزو کارکوونکو سره مرستې او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د بامیان والي مولوی عبدالله سرحدي د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ټولولو لوی رييس د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په لارښوونه د دغه رياست د کارکوونکو د يوه پلاوي په مشرۍ د ولایتي سفرونو په ترڅ کې بامیان ولايت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت