د شینوارو شپږو ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي کیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۴:۶
د شینوارو شپږو ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي کیږي

۲ مرغومی ۱۳۹۸
د چارو ادارې د تخینکي مرستیال خان ولي خان بشرمل په مشرۍ د بېلابېلو وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار والي او سکتوري ادارو مشرانو هسکې مېنې ولسوالۍ کې د قومي مخورو سره د یادو ولسوالیو د ستونزو هوارولو او پراختیایي پلانونو د پلي کولو په موخه ګډه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري هم ګډون کړی وغونډې ته په وینا کې وویل: «د شینوارو شپږو ولسوالیو لپاره د اوبولګولو د لسو کانالونو تدارکاتي چارې بشپړ شوي دي، چې د جوړولو عملي چارې به یې په نږدې ورځو کې پیل شي.»

ښاغلی غفوري دغه راز وویل، چې د هسکې مینې د درو سربندونو د سروې چارې بشپړ شوي دي او ډېر ژر به یې پاټې چارې هم بشپړ او عملاً به یې د جوړېدو چارې پیل شي، چې پرمټ به یې زرګونه جریبه ځمکه خوړوبه او د کروندګرو د اوبو ستونزه به ورسره حل شي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې وزارت له خوا د شینوارو په ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي کیږي، چې ورسره به د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

ښاغلی غفوري د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ته دنده وسپارله چې د دوو اونیو په ترڅ کې د یادو ولسوالیو ستونزې په رسمي ډول د وزارت له مقام سره شریکې کړي، چې د پلان له مخې ورته رسېدنه ووشي.

حشمت الله غفوري د شینوارو ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو چارو د ښه کولو او د شته ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره لازمې همکارۍ کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت