د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۶:۳۳
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ

۲۸ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ د شنو ممیزو د پروسس اوصادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق حدي او د انار کرنیزو خدماتو شرکت مسوول تر منځ د کرنې په وزارت کې لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه او د انار کرنیزو خدماتو شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې ۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ۵۰ سلنه یې د «HVCDSP» پروژې لخوا او ۵۰ سلنه به د انار کرنیزو خدماتو شرکت لخوا ورکول کېږي.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل: ««نن موږ د یوې سترې او حیاتي پروژې پرانیسته کوو. دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی. هیله مو داده، چې په هېواد کې دننه کرنیز محصولات په اساسي ډول مدیریت شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ددې ډول  پروژو پلي کول ډېر اړین دي.»
ښاغلي احدي زیاته کړه: « ددې پروژې په پلي کولو سره به مو د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره به د کار زمینه برابره شي. ددې پروژې په پلي کولو سره به د بزګرانو کلني زیار او خواري پایله ورکوي او د هغوی کرنیز محصولات به په مناسبه بیه پېرلکېږي، چې د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.»
د انار کرنیزو خدماتو شرکت، چې ددې هوکړې یو اړخ دی، د غزني ښار کې خپل فعالیتونه ترسره کوي. یاد کرنیز شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادارتو په برخه کې فعالیت کوي، خو د عصري ماشینونو  دنه شتون له کبله یاد شرکت له خورا ډېرو ستونځو سره لاس او ګریوان ده.
ددې شرکت مشر محمد خان میثاق وایي، چې د دوی شرکت د عصري ماشینونو د نه شتون، بازارموندنې او سرټیفیکېټونو په اخیستلو  کې له ستونزو سره مخ دي، خو د یاد هوکړه لیک په لاسلیک سره د دوی د شرکت ډېر شمېر ستونزې هوارېږي.
 په همدې حال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې رییس فرید راید وایي، چې د یاد هوکړه لیک په اساس به د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه د ماشینونو په پېرلو، د کورنیو او بهرنیو مارکیټونو په پیداکولو او همدارنګه د نړیوالو سرټیفیکېټونو په اخیستلو کې له دې شرکت سره مرسته کوي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به یو زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره، د شنو ممیزو د صادراتو کچه به لوړه او همدارنګه د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې به رغنده رول ولري.
د ښاغلي راید په ټکو څرنګه چې، د یاد شرکت ۶۰ سلنه کارکوونکي ښځي دي، د یاد هوکړه لیک په پلي کېدو سره به د غزني ولایت اړوند یوشمېر مېرمنو ته به د کار زمینه هم برابره شي. همدارنګه د انار کرنیزو خدماتو شرکت به په راتلونکي کې لږ ترلږه له سلو تنو بزګرانو سره د یو هوکړه لیک په اساس مرستې کوي او یادو بزګرانو څخه به کرنیز محصولات په مناسبه بیه پېري.
د یادولو وړ ده، چې په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه «HVCDSP»، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو«کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، وردګ، ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان» کې فعالیت کې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تموېلېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت