د خوست قلندر کې لسګونه مالداران او بزګران روزل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۱۰
د خوست قلندر کې لسګونه مالداران او بزګران روزل کېږي

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د قلندر ولسوالی ۱۰۵ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچوي.
دغه روزنیز پروګرامونه چې اته ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې یادو مالدارنو ته د مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.
بلخوا ددې ولایت د قلندر ولسوالی ۴۵ بزګرانو ته د کچالو د کرکیلې په برخه کې هم روزنه ورکول کېږي، چې وروسته به پر یادو بزګرانو د کچالو تخم او کیمیاوي سرې هم ووېشل شي.
ددغو پروګرامونو د پلي کولو موخه د مالدارانو او بزګرانو ړتیاوې لوړول او د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت