د خوست د موسی خېلو په غلنګ کې د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۴:۳۴
د خوست د موسی خېلو په غلنګ کې د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۶ مرغومې ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د «غلنګ» سیمې د اوبولګولو د کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد کانال په ټولیزه توګه د دوه میلیونه او ۴۶۴زره افغانیو په لګښت د خوست د کرنې ریاست په هغږۍ د «ټېلو موسسې» په مرسته په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده او څه باندې ۱۱۶ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي او ترڅنګ یې د یادې سیمې ۲۳۴ کورنۍ هم ورڅخه هر اړخیزې ګټې پورته کوي.
د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د یاد کانال په جوړېدو سره یوشمېر للمي ځمکې هم د خړوبولو ترپوښښ لاندې راغلي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول شوی دی.
د یاد کانال رغول ددې ترڅنګ چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیولي د نږدې ۵۰۰ کروندګرو کورنیو کرنیز حاصلات هم ۲۰ سلنه زیاتوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت