د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې خوست کې ۸۱ جريبه متراکم بڼونه جوړ شوي دي

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۴۷
د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې خوست کې ۸۱ جريبه متراکم بڼونه جوړ شوي دي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې،HVCDSP له لارې د روان لمریز کال  په ترڅ کې د خوست ولایت مرکز او ددې ولایت په تڼیو، ګربز، اسماعیل خېل او مندوزیو ولسواليو په ۸۱ جريبه ځمکه کې د ډول ډول مېوو ۴۵متراکم بڼونه جوړ شوي دي.
ياد ۸۱ جریبه بڼونه ددې ولايت ۴۵ تنو بڼوالو ته جوړ شوي دي، چې ۱۳ جریبه یې ناک، ۷ جریبه یې الوچې، ۲۵ جریبه یې لیمو او ۳۶ جریبه د مالټې متراکم بڼونه په کې شامل دي. دا بڼونه په مسلکي ډول رغول شوي دي او هغو بڼونو سره، چې په دوديزه بڼه رغول شوي دي ډېر توپيرونه لري.
متراکم بڼونه نوي او عصري بڼونه دي، چې له دودیزو بڼونو سره ډېر توپیر لري، چې په لږه سیمه کې ډېرې ونې کېنول کېږي او له لږې ساحې څخه ډېر حاصل په لاس راځي او همدارنګه متراکم بڼونه د دودیزو بڼونو په پرتله ژر په حاصل راځي او ښه کیفیت لرونکي مېوه ورکوي، چې ښه نړیوال بازار لري.
متراکم بڼونه وروسته له دوو کالو حاصل ورکوي، خو هغه بڼونه چې په دوديزه بڼه په خپله د بزګرانو له خوا جوړېږي، نږدې پنځه کاله وروسته ثمر ته رسېږي. دغه راز متراکم بڼونه د دوديزو بڼونو په پرتله ۲۰چنده زيات حاصل ورکوي.
د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودي سکتوري پروژه (HVCDSP) په پام کې لري، چې سږکال هم په دې ولایت کې د مني په موسم  کې ۲۰۰ جریبه نور د مالټو او لیمو متراکم بڼونه هم  جوړ کړي.
متراکم بڼونه له يوې خوا د حاصلاتو د زياتوالي لامل کېږي او له بلې خوا د سيمې د تودوخې له ټيټوالي سره  هم مرسته کوي.
د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژه د افغانستان په ۱۱ولايتونو کې د نويو زېربناوو جوړولو، د بڼوالۍ محصولاتو د ځنځيري ارزښت ودې، د کروندګرو وړتياوې لوړولو او دبڼوالۍ محصولاتو د صادراتو پرمختيا په برخه کې فعاليت کوي.
دا پروژه د اسيايي پراختيايي بانک، ADB  له خوا تمويل او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت