د برک مؤسسې چارواکو دکرنې مسلکي مرستيال ته ددې مؤسسې راپور وړاندې کړل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۸:۳
د برک مؤسسې چارواکو دکرنې مسلکي مرستيال ته ددې مؤسسې راپور وړاندې کړل


۱۳ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
په افغانستان کې د برک مؤسسې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم ته د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې او د خپلو راتلونکو فعاليتونو په هکله خبرې وکړې.
 د برک مؤسسی عملياتي رئيس سیف الله سیفي ددې  مؤسې د تېرو فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړه او زياته يې کړه چې ياد فعاليتونه په راتلونکې کې هم ادامه ورکو:"په پنځو برخو کې کار کوو؛ کرنه، معارف، کرموندند، او طبيعي پېښو، اوس راغلی يو چې د راتلونکو فعاليتونو په پار له تاڅو څخه اجازه واخلو او خپل فعاليتونه پيل کړو".
په پای کې ښاغلی صدراعظم دوی ته ډاډ ورکړل چې دکرنې وزارت په ټولو سيمو کې له يادې ادارې سره همکاري کوي او په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نلري.
ددې مؤسسې مالي ملاتړ کوونکی(UNDP) دی او څو کاله کېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت کوی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت