د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او پغمان ولسوالی کې پرته د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې.
یاده سیمه چې د عدليې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا استرداد شوې له سروې او بررسۍ څخه وروسته دغه کورونه مستحقو کسانو ته د اراضۍ لوی رياست له خوا په اجاره ورکول کېږي.
د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون د يادې پروسې په اړه داسې وویل: «د باغ داود سيمه چې يو برخه يې د کابل ښار پنځمې حوزې پورې او بله برخه يې د کابل ولايت پغمان ولسوالی پورې مربوط ده ددغه رياست د کارمندانو لخواه يې د سروې چارې پیل شوې چې وروسته به ټولې ځمکې او کورونه مستحقو کسانو ته په اجاره ورکړ شي.»
ښاغلي پاڅون زیاته کړه د دغه پروسې له پیلېدو څخه مخکې د يادې سيمې له مشرانو، سپين ګيرو او علماوو سره مو خبرې کړي، چې ټولو د دغه پروګرام درناوي کړې او دغه کار يې د هېواد په کچه د شخصي او امارتي ځمکو د تفکيک او همدارنګه د بیت المال د خونديتوب په برخه کې لوی ګام وباله.
د يادونې ده، چې د کورونو د سروې پروسه د کابل ولايت بګرامۍ ولسوالی، نادرخان تپه، ملا تره خېل ښارګوټي او داسې نورو سيمو کې په بشپړه توګه سرته رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت