د اردوخان څېړنیز فارم څخه د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس لیدنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۳:۳۶
بازدید رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی اردوخان هرات

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، د هرات ولایت د اردوخان له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه. ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد فارم د عمومي مدیر په دفتر کې ناسته ترسره شوه او د بېلابېلو برخو مسئولانو د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او د څېړنو د بهیر په تړاو مفصل راپور وړاندې کړل.
د فارم چارواکو وویل، چې په دې مرکز کې د غلې‌جاتو، سبو، مېوو او صنعتي نباتاتو په برخو کې څېړنیز فعالیتونه په دوامداره توګه روان دي او اساسي موخه یې د هېواد کروندګرو ته نوې، سازګاره او لوړ حاصل ورکوونکې ورایټۍ معرفي کول دي. هغوی زیاته کړه، چې د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا په پار د وزارت پاملرنه مهمه ده او څېړنیز فارمونه په هېواد کې کولای شي د اصلاح شوو تخمونو او بېلابېلو نباتي ډولونو د معرفۍ لپاره علمي او عملي مرکزونه و اوسي. 
په دې لیدنه کې د هرات د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي، هم حضور درلود او د دې مرکز د تجربو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، چې په دې فارم کې د انګورو، شفتالو، بادامو او نورو شاوخوا ۱۰۰ ډوله مېوو، او همدارنګه د جوارو، غنمو، لوبیا، سویا بین او مڼو د څېړنې او ارزونې تجربې ترسره شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اقلیم سره د سازګارو او مناسبو ورایټیو معرفي کول کولای شي د حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د اردوخان څېړنیز فارم چې شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، په مسلکي لابراتوار سمبال دی او د دې توان لري، چې کرنیزې څېړنې په معیاري ډول ترسره کړي. د فارم کارکوونکو د خبرو پر مهال خپلې ستونزې او موجودې ننګونې د وزارت له پلاوي سره شریکې کړې او د تخنیکي، تجهیزاتي او تشکیلاتي اړتیاوو د حل غوښتنه یې وکړه.
مولوي شیرمحمد حاتمي د فارم د علمي او تخنیکي کدر له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو پراختیا او د څېړنیزو فارمونو پیاوړتیا د خپل کار له لومړیتوبونو څخه ګڼي. هغه زیاته کړه، چې د نوو ورایټیو معرفي او د معیاري کرکیلې د لارو چارو ترویج به د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د هېواد د کرنیز سکتور په پایدار پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۰
Background image

د هلمند نوزاد کې پر ۲۲۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او پلان له مخې، د نوزاد ولسوالی پر ۲۲۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني کې د پخوانیو معتادینو کورنیو ته د سبو د تخمونو وېش ترسره شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د مخدره موادو پر پخوانیو معتادینو د اغېزمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د اکشن اېډ مؤسسې په مالي ملاتړ او د غزني ولایت د کرنې،. . .

بازگشت