دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال له عراقي او پاکستاني سوداګرو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۸:۴۲
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال له عراقي او پاکستاني سوداګرو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل الباري فضلي د عراق هېواد د (PACC) مؤسسې رييس محمود الثمري او د پاکستان هېواد د "يعقوب"مؤسسې رييس محمد فیاض خان سره وکتل.
په جلا جلا کتنو کې ياد سوداګر د ننګرهار په فارمونو کې د زيتونو او سټروسو د پروسس او توليد په برخه کې او دغه راز د د غواوو او وريو د فارمونو جوړول اوتکثير يې، د شنوخونو جوړول او ترڅنک يې غوا او وريو د غوښو صادراتو او وارداتو او د هغو مسلخونو د فعالولو په برخه کې چې دکرنې وزارت له خوا جوړ شوي دي پر پانګونه لېوالتيا وښودل او په يادو برخو کې دکرنې وزارت د همکاريو غوښتونکي شول.
په همدې حال کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال يادو سوداګرو سره د هرراز همکاريو ژمنه وکړه او له دوی څخه وغوښتل، چې خپل مشخص طرحې دې دکرنې له وزارت سره شريک کړي ترڅو د دې وزارت د تخنيکي بورډ له ارزونې وروسته د منظورۍ په پار د اسلامي امارت رهبرۍ ته وړاندې شي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با تجار عراقی و پاکستانی دیدار کرد 
۲۷ اسد ۱۴۰۱ هـ.ش 
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با محمود الثمری رییس موسسه PACC  از کشور عراق و محمد فیاض خان رییس موسسه یعقوب از کشور پاکستان  دیدار کرد 
تجار متذکره علاقمندی شان را  بر سرمایه گذاری در فارم‌های ننگرهار در بخش تولید و پروسس زیتون و ستروس باب، ایجاد فارم‌های گاو و گوسفند و تکثیر آن، ساخت سبزخانه‌ها، صادرات و واردات گوشت گاو و گوسفند و فعال سازی مسلخ‌های که توسط وزارت زراعت ساخته شده ابراز کرده و خواهان همکاری وزارت زراعت شدند. 
در ادامه معین مالی و اداری وزارت زراعت  اطمنیان هر نوع همکاری را برای تجار متذکره سپرده و از آنها خواست تا طرح مشخص شان را  به وزرات زراعت بسپارند تا پس از بررسی بورد تخنیکی این وزارت جهت منظور به  رهبری امارت اسلامی پیش کش گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت