دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته  په دوو ولایتونو کې نږدې ٢٥٠جریبه ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۳۸
دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته  په دوو ولایتونو کې نږدې ٢٥٠جریبه ځمکه ولېږدول شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د جوزجان ولايت مرکز او آقچې ولسوالی کې او همدارنګه د هرات ولایت ګذرې ولسوالی کې د الکترونيکي دروازو او تيرپارکونو د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې  چلند وزارت ته  ٢٤٧ جريبه ځمکه انتقال شوه.
په همدې موخه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په مقام کې جوړه شوې وه د کرنې وزارت د د اراضۍ ریاست دځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد  او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار ګډون درلود.
یاده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د (۱۹۶) ګڼې ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۵۸۷۹) ګڼې ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس جوزجان ولايت مرکز او آقچې ولسوالی کې او همدارنګه هرات ولایت ګذرې ولسوالی کې په (۲۴۷) جريبه ځمکه باندې د الکترونيکي دروازو او تيرپارکونو د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې وزارت ته انتقال شوه.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند د پروژو د پلانګذاری د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار د ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت