دکرنيزو محصولاتو د لېږد دستونزو ارزونه او د فصلي تعرفې پر زياتوالی ټينګار

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۴:۵۴
دکرنيزو محصولاتو د لېږد دستونزو ارزونه او د فصلي تعرفې پر زياتوالی ټينګار

۳ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزير په رهبرۍ او د کرنې وزارت د مرستيالانو او يوشمېر رييسانو په حضور کې د يوې غونډې په ترڅ کې له يو ولايت څخه نورو ولايتونو ته دکرنيزو محصولاتو د لېږد ستونزې او د فصلي ګمرکي تعرفې د زياتوالي څرنګوالي وارزول شول.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مرستيالان او يوشمېر رييسانو له يو ولايت څخه نورو ولايتونو ته د کرنيزو محصولاتو د لېږد د ستونزو او ننګونو،‌ د محصولاتو صادرات او پر وارداتي کرنيزو محصولاتو د تعرفې د زياتوالي په هکله مالومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې،‌ دغه راز د کرنيزو محصولاتو په ځانګړې توګه د تازه مېوو پر اسټنډرډ کولو خبرې وشوې.
دکرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي دکرنيزو محصولاتو پر اسټنډرډ کولو د ټينکار ترڅنګ،‌ سپارښتنه وکړه،‌ چې د يادو محصولاتو د لېږد رالېږد د ستونزو هوارولو په پار دې مسوولو ادارو سره همغږي ووشي.
ښاغلی احدي زياته کړه،‌ چې دکرنې وزارت له خوا د سړوخونو د جوړولو سربېره،‌ خصوصي سکټور دې هم وهڅول شي،‌ ترڅو په دې برخه کې پانګونه وکړي او په دې ترتيب سره د هېواد يوشمېر تازه مېوې وساتل شي.
دکرنې وزير دغه راز وويل،‌ چې د کورنيو توليدوونکو او سوداګرو د ملاتړ په پار د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره په همغږۍ د فصلي کرنيزو محصولاتو تعرفې دې لوړ شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو سره یو ځای، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست اړوند د همکاری موسسې اکشن اېډ له‌ لورې ددې ولایت په سید کرم ولسوالی کې پر ۱۷۵ تنو بڼوالو د بڼوالې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د مالدارۍ آمر هدایت‌الله هدایت او د کرنې. . .

بازگشت