دکابل سروبي ولسوالی کې ۱۹۹ کورنیو ته د چرګانو د مرغانچې وسایل ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۹
دکابل سروبي ولسوالی کې ۱۹۹ کورنیو ته د چرګانو د مرغانچې وسایل ووېشل شول

۲۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو اداره «آر.آر.اې.اې» د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د «په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» تر نوم لاندې پروژه عملي کوي، چې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي.آر.سي» لخوا تمویل شوې ده.
د دغې پروژې په لړ کې د کابل ولایت د سروبي ولسوالی په کچه ۱۹۹ مستحقو کورنیو ته د چرګانو د مرغانچې اړین وسایل وېشل شوي دي. هرې کورنۍ ته یوه دروازه، یوه کړکۍ، درې درې متري تیران، درې دانه خوړونکي لوښي، درې دانه اوبخورې، یوه ناوه، یو هواکش پایپ او ۱۵ کیلو ګرامه چونه ورکول شوې ده.
د پروژې مسوولین وایي، چې یادو ګټه اخیستونکو ته به په راتلونکې میاشت کې درې چرګان، ۲۷ چرګانې، ۱۵۰ کیلو ګرامه دانه، د حفظ‌الصحې کټ او واکسین هم ورکړل شي.
د دې پروژې د تطبیق موخه د کلیوالو کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا، د خوراکي توکو د خوندیتوب ښه والی او د چرګ پالنې دودول بلل شوی دی.

در ولسوالی سروبی کابل برای ۱۹۹ خانواده وسایل مرغداری توزیع شد
۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
اداره بازسازی دهات برای افغانستان «آر.آر.اې.اې» تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل پروژه‌ای را تحت عنوان «رفاه و توانمندسازی جوامع مؤثر در افغانستان» عملی می‌سازد که توسط شورای مهاجرین دنمارک «دی.آر.سی» تمویل می‌شود.
در چوکات این پروژه، برای ۱۹۹ خانواده مستحق در سطح ولسوالی سروبی ولایت کابل وسایل لازم مرغداری توزیع گردید. به هر خانواده یک دروازه، یک کلکین، سه تیر سه‌متری، سه ظرف غذاخوری، سه آب‌خوری، یک ناوه، یک پایپ هواکش و ۱۵ کیلوگرام چونه داده شده است.
مسوولان پروژه می‌گویند که برای مستفیدشوندگان یادشده در ماه آینده سه خروس، ۲۷ مرغ، ۱۵۰ کیلوگرام دانه، یک کِت حفظ‌الصحه و واکسین نیز داده خواهد شد.
هدف از تطبیق این پروژه تقویت اقتصاد خانواده‌های دهاتی، بهبود مصونیت غذایی و ترویج مرغ‌پروری عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت