دلغمان د کرنې رییس د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره دچارو د ښې همغږۍ په موخه وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۵۳
دلغمان د کرنې رییس د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره دچارو د ښې همغږۍ په موخه وکتل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد دخپل کار په دفتر کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د يادې مؤسسې استازی ګل ویس وزیر لومړی د پروژې په تېرو فعالیتونو او  نویو برنامو رڼا واچوله او دکرنې رییس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی سره دفعالیتونو په تطبیق کې همکاري او لازمې سپارښتنې کړي دي، هغه وویل: «موږ پلان لرو، چې علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې 1900 بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې و وېشو د دې ترڅنګ په دې ولایت کې د کانالونو رغولو پروژې هم پلي کوو.»
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد یادو چارواکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دوی ته  د پروګرامونو  پلي کېدو برخه کې د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې مننه وکړه چې همیشه د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همداراز د لغمان د کرنې رییس له دوی وغوښتل، چې دبادپښ په څېر لرې پرتې ولسوالۍ ته کوم، چې له مرستو او خدماتو بې برخې پاتې دي خپل پروګرامونه وغځوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت