خوست کې ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۱۰
خوست کې ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د تڼیو ولسوالۍ کرنیزو چارو مدیریت او د ځنګلونو بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې په لړ کې، د دغه ولسوالۍ ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول.
دغه توکي د کرنیزو چارو مدیریت تر مستقیم نظارت لاندې، د کمکۍ مڼې ځنګلونو ساتنې او سمون ټولنې استازیو په حضور کې پر بزګرانو ووېشل شول، چې په ترڅ کې یې هر بزګرته ۳.۵ کیلو ګرامه د جوارو تخم، ۱۰کیلو ګرامه یوریا کیمیاوي سر،پنځه کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره، یوه دانه بیلچه، یوه دانه کشک، دوې دانې لورونه، یو ګوټک د رجې تار وېشل شوي دي.
د پروژې له مخې، هر بزګر مکلف دی چې لږ تر لږه په ۳۰۰ متره مربع ځمکه باندې جوار وکري. برسېره پر دې، بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې، مدیریت او د حاصل زیاتوالي په اړه عملي تریننګ هم ورکړل شو.
د کتاري کرنې موخه دا دی چې د پاشکې کرنې پر ځای، منظم او مؤثر کرنیز سیستم دود شي، څو بزګران وکولای شي له کمه ځمکه څخه زیات حاصل تر لاسه کړي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې دا ډول پروژې به دوام ومومي، څو د سیمې د بزګرانو اقتصاد پیاوړی او د خوړو خوندیتوب تضمین شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت